
کابل، د زمري ۲۵مه، باختر
هرات ته ۷ ایټالیایي سیلانیانو د خپل سفر کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولانا نعیم الحق حقاني سره وکتل.
په دې کتنه کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نعیم الحق حقاني وویل، هر بهرنی سيلاني چې هرات ته سفر کوي د مسوولينو او خلکو له خوا د درناوي وړ دی.
حقاني زیاته کړه، چې هرات ځانګړې ښکلا لري او سيلانيان کولاى شي په اسانۍ سره د دغه ولايت له ښکلاګانو څخه ليدنه وکړي.
ورته مهال دغو سيلانيانو هم وویل، چې هرات ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولايت له تاريخي او تفریحي سیمو څخه ليدنه کوي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم لسګونه بهرني سیلانیان هرات د تاریخي او تفریحي سیمو څخه د لیدنې په موخه تللي دي.