امنیت

يوخبريال په بلخ کې ټپي شو

کابل باختر د کب شلمه :
يوخبريال تېره شپه په بلخ ولايت کې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو د بريدله امله ټپي شو.
په مختار وفايي کله چې خپل کورته روان و؛ د مزارشريف ښار د باختر ليسې ته څيرمه د وسله والوکسانو له خوا بريد وشو او ټپي شو.
مختار وفايي آزادخبريال او د هويدا په نامه دخبري سايټ مسوول دى.
ده د باخترآژانس خبريال ته وويل چې وسله والوکسانو په ده د چړو ګوزارونه وکړل  اوهم د تومانچې په قندغ سره يې د ده په سرګوزارونه وکړل.
دغه خبريال په دې بريالى شوى دى چې د يرغلګرو له منګولو څخه وتښتي او ځان امنيتي ځواکونوته ورسوي.
په همدې حال کې د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار د دويمې امنيتي حوزې آمر  رويداد اکبري په دغه خبريال بريدتاييدوي او وايي چې ديرغلګرودپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
دمزارشريف ښار په مرکزي روغتون کې ډاکتران وايي چې دمختار  وفايي  سر ټپي شوى دى؛ خو دغه ټپونه دومره ژور نه دي.
په هيوادکې په خبريالانو بريدونو د رسانه يي اودمدني ټولنوترمنځ زياتې انديښنې  پيداکړې دي .
د رسنيواودمدني ټولنې دبنسټونو مسوولينو په وار وار  له دولت څخه  غوښتي دي  چې په افغانستان کې د خبريالانو د امنيت په تامينولوکې زياتې هلې ځلې وکړي.
له بلې خوا هم په بلخ  کې د رسنيو کارکوونکو او د هيواد په شمال کې د خبريالانو د حقوقو مدافعوبنسټونو په دغه خبريال د بريد عاملين وغندل او له دولت څخه يې وغوښتل چې يرغلګرو پيژني او ويې نيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته