خبرونهفرهنګ

هرات د مډرن سبک انځورګرانو او ليکوالانو د هنري نندارتون د جوړولو په درشل کې دى

کابل، د وږي٢٨مه، باختر

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ  ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مډرنو سبکونو ليکوال او انځورګر محمد اميري د هرات  د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس مولانا نعيم الحق حقاني سره په کتنه کې په مډرن سبک د انځورګرانو او ليکوالانو د هنري نندارتونونه د جوړولو طرحه وړاندې کړه.

اميري باختر آژانس ته وویل چې دغه شان نندارتونونه کولاى شي د هنرمندانو جذبولو کې ښه رول ولوبوي.

هغه زیاتوي تر اوسه پورې د هنرمندانو د هڅونې او معرفي کولو لپاره دغه شان نندارتونونه نه دي جوړ شوي او په دې وخت کې کولاى شي پر ليکوالانو او انځورګرانو سربېره ځوانان هم د هنر زده کړې ته وهڅوي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي چې د هر هېواد پرمختګ او آبادي په ځوانانو او باسواده کسانو پورې تړلې ده.

حقاني د هنر او فرهنګ آمريت ته لارښوونه وکړه چې په مډرن سبک د ليکوالانو او انځورګرانو د نندارتون په جوړولو کې هر اړخيزه همکاري وکړي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا