سیاست

د ملي امنیت سلاکار: په افغانستان کې شوې پانګونه باید پايله ورکړي

کابلباخترد چنګاښ ٣٠ مه
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې افغانستان په تېرو څه باندې ۱۷ کلونو کې له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د پرمختګ اوږد مزل وهلی او باید دا بهیر ژوندی وساتل شي. نوموړی وايي، چې دا پرمختګ د یوې پراخې پانګونې په پایله کې شوی، چې باید پايله  ورکړي.
د امنيت شورا د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي امنيت سلاکار دغه خبرې د جرمني د پارلمان له غړي تورستېن فري او په کابل کې د دې هرواد له سفیر پیتر پراګل سره په کتنه کې وکړې.
محب په دې اړه په ځانګړي ډول د جرمني یادونه وکړه، چې په بېلابېلو برخو کې یې د افغانستان ملاتړ کړی دی.
د جرمني د پارلمان غړي هم ددې ترڅنګ، چې په افغانستان کې شوي پرمختګونه د پام وړ او ښه وبلل، ټینګار وکړ، چې هر ډول سیاسي بهیرونه باید یادې لاسته راوړنې وساتي. هغه له خپلې خوا ډاډ ورکړ، چې هیواد به یې له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي او د سولې په ګډون بېلابېلو پروسو کې به یې تر څنګ ودرېږي.
د ملي امنیت سلاکار د سولې په اړه د قطر ناسته مهمه وبلله او په دې اړه یې د جرمني د ونډې مننه وکړه.
هغه وویل، چې په دې برخه کې ټول ګډون کوونکي هیوادونه باید متوجه واوسي، چې سوله په بيړه او نا محاسبه شوې نه شي راتللای، بلکې اوږده تیاري، هر اړخیزې همغږۍ، د موضوعاتو ښکاره مطرح کولو او داسې یوه باور ته اړتيا لري، چې ولس پوه شي، پایله یې ثبات او ښه ژوند دی، نه د پخوانیو تېروتنو تکرار.
پاىجهان يار

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته