(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

هرات هره ورځ د لسګونو کورنيو او بهرنيو سیلانیانو کوربه دی

کابل، د غوايي ۳۱ مه، باختر

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې دغه ولایت ته ۱۰ تنه راغليو پولنډي سیلانیانو د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس مولانا نعیم الحق حقاني سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې، د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیم الحق حقاني پولنډي سیلانیانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې دغه ولایت ته هره ورځ لسګونه کورني او بهرني سیلانیان سفر او له تاریخي او فرهنګي سیمو څخه لیدنه کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې بهرني سیلانیان د خپلو هېوادونو استازي دي او کولای شي په افغانستان کې شته واقعیتونه تر خپلو هېوادوالو ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې پولنډي سیلانیانو هرات ته د سفر په ترڅ کې ویلي، چې د افغانستان له ټولو تاريخي ځایونو څخه به لیدنه وکړي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا