امنیت

يوه تروريستي شبکه په کابل کې ونيول شوه

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
دملي امنيت  دلوى رياست منسوبانو دځانګړو عملياتو په بهيرکې  دطالبانو دتروريستي ډلې يوه تروريستي شبکه په کابل کې ونيوله.
دملي امنيت دلوى رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس  ته خبر ورکړ .
نيول شوي کسان  دضياالحق ، دالفت په مستعار نامه  داخترګل او دعبيدالله  په نومونو بلل شوي دي  چې دطالبانو په تروريستي  ډله کې په خپل غړيتوب يې اعتراف کړى دى  او په کابل ښارکې  دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو نيت درلود.
دغه درې کسيزه شبکه  چې دطالبانو دتروريستي ډلې ديوه قوماندان قاري قسيم په لارښونه  دټاکلو هدفونو دتثبيتولو  او پيژندنې په موخه کابل ته استول شوې وه  غوښتل يې چې دتروريستي بريد دترسره کولو په مقصد دنظروړ سيمو عکسونه واخلي.
پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته