خبرونهTOPروغتیا

هرات کې تر دې دمه ۵ زره روږدي کسان د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي

کابل، د کب ٢٦مه، باختر
د هرات ښاروالۍ مسوولينو د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې په یاد ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستو د راټولولو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
په دې غونډه کې د هرات د ښاروال استاد محمد جاويد مایار وویل، چې په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو کمپاين د پیل راهیسې ۵ زره روږدي کسان د ښار له بېلابېلو واټونو راټول شوي، چې د درملنې په موخه د روږدو کسانو ٢٠ شخصي او ٤ دولتي کمپونو ته لېږدول شوي دي.
مایار دغه راز زیاته کړه، چې د دغه کمپاين له پیله تر دې دمه د څه باندې ٧ میلیونه افغانۍ د روږدو کسانو په درملنه او اعاشه مصرف شوې دي.
هغه وویل، چې د څه باندې ١٠ میلیونو افغانیو نغدي مرستو د راټولولو تر څنګ، خوراکي توکي، جامې، چای، غوړي، اوړه، نخود، لوبیا، ماش، شامپو، صابون د ښاریانو، خصوصي سکتور او دولتي ادارو له خوا ورکړل شوې دي.
مایار همدارنګه د نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې په برخه کې د هرات د ټولو دولتي ادارو، خصوصي سکتور او عامو خلکو له هراړخيزې همکارۍ مننه وکړه او له هغوى يې وغوښتل، چې د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا