امنیت

د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه د جمهور رئیس غني په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختردوږي دمياشتې ١٧ مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه پرون مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهور د وياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
د دې غونډې په پیل کې د افغانستان د ټولو شهیدانو روح ته د دعا پرمهال د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د شهید اوونۍ او ملي اتل احمدشاه مسعود د شپاړلسم تلین  د یاد د مراسمو د جوړېدو کمېسیون رئیس ویس احمد برمک د دغو مراسمو د ترسره کېدو لپاره  د تیاریو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
غونډې د یاد راپور له اورېدو وروسته د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته د شهید اوونۍ دښه او منظم ترسره کېدو او   د دې مراسمو د امنیت د تامین په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته یې د هېواد عمومي په ځانګړي ډول د سرپل ، فاریاب، جوزجان، نورستان، لغمان، غزني، ارزګان او بادغیس ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه او د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته یې دیادو ولایتونو دامنیتي وضعیت دښه والي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شجاعت او فداکارۍ د ستاینې ترڅنګ، د کابل ولایت د ولسوالیو امنیتي وضعیت وارزاوه او د کابل او اړوندو ولسوالیو دامنیت دتامین په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته