(PS)خبرونه(PS)ښوونه او روزنه

هرات کې د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل، د غوايي ۱۴مه، باختر

د هرات د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په شهرک جیلاني سیمه کې د اتحاد جیلاني په نوم د ابتدایه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي عبدالله امیني وویل، چې دغه ښوونځی د دغه ولایت د شپږمې ناحیې په شهرک جیلاني سیمه کې جوړېږي، چې اته درسي خونې به ولري.

نوموړي له سوداګرو او مرستندویه موسسو څخه وغوښتل، چې له پوهنې ریاست سره مرسته وکړي، ترڅو په دغه ولایت کې نور ښوونځي هم جوړ کړي.

د یادونې  وړ ده، چې درې ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې یو ابتدایه ښوونځی ګټې اخیستنې ته سپارل شوی وو.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا