![Img 20240630 Wa0000](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/IMG-20240630-WA0000-780x470.jpg)
کابل د چنګاښ ۱۰ مه، باختر
د هرات ځایي مسوولینو د یاد ولایت د غوریان ولسوالۍ په ګندمنه، روزنک، او جنګان کلیو کې د ۲ میلیونو افغانیو په لګښت د درېیو ژورو څاه ګانو د کیندنې خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د افغاني سرې میاشتې رییس مولوي محمد آصف صدیقي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې یادې پروژې دوه میاشتې مخکې د ۲ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې وې چې اوس مهال ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او پر مټ یې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
په ورته وخت کې د سمیې اوسېدونکو د یادو پروژو له پلي کېدو خوښي څرکنده کړې او د نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه یې کړې ده.