
–کابل، د وري ٣٠مه، باختر
د هرات د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې ٩ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې امنیتي ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې ٩ تنه د غلا، قتل، نشه یي توکو د پلور او غیرقانوني وسلو د ساتلو په تور نیول شوي دي.
د مسوولينو په وینا، له دغو کسانو څخه دوه میله تومانچې، دوه موبايلونه، نغدې پیسې، یو موټرسایکل او یوه اندازه نشه یي توکي هم ترلاسه شوي دي.
لمر