ټولنه

د فراه ولايت د حرفوي زده کړو د مرکز نوې ودانۍ پرانستل شوه.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
د فراه ولايت د کار ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو  رياست د حرفوي زده کړو دمرکز نوې ودانۍ نن پرانستل  شوه .
د فراه ولايت  د  کار ، ټولنيزو چارو ،شهيدانو او معلولينو رييس نصر الله امين باختر آژانس ته وويل :   ددغه مرکز ودانۍ د قطر هيواد په مرسته جوړ شوې ده.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :   په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه   د  فراه والي محمد عمر شيزاد ځوان نسل ته  دحرفو زده کړې په  لاره کې ددغې ودانۍ پرانستل ګټور  وباله او ځوانان يې د نظر وړ حرفو زده کړې ته راوبلل.
دحرفو زده کړې له دوو کلونو راپه دې خوا د فراه ولايت دکار ، ټولنيزو چارو شهيدانو او دمعلولينو درياست له خوا په دغه ولايت کې پيل شوي  دي او تراوسه پورې درې زره تنه ځوانان دنلونو دغزولو،  بريښنا، دموټرو او موبايل دترميمولو
او ترکاڼې په څانګو کې   روزلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته