ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام

کابل باختر دسلواغې  ۲۳مه
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې جليل القدر عالم، ځواکمن مبارز، جهادي مشر، روحاني او ملي شخصيت او د افغانستان د اسلامي دولت بنسټ ايښودونکى او لومړنى رييس پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي د هغې اوږدې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه؛ په حق ورسېد.
ارواښاد حضرت صبغت الله مجددي خپل ګران او ارزښتناک عمر د ارشاد، دعوت او جهاد په لاره کې تېر کړ او دين او هېواد ته يې ارزښتناک او د قدر وړ  خدمتونه ترسره کړل. د ده مړينه يوه ستره علمي او ملي ضايعه ده.
شورا د الله ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت، پاتې کسانو، کورنۍ او افغان مجاهد ملت ته د جزيل اجر او جميل صبر هيله کوي. 
  ختم_ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته