نړۍ

هر امريکايې دزيږيدو له وخته دير ش زره ډالره پور وړي دي .

دامريکا دعمومي پور اندازه همدا اوس څه دپاسه  ٩ر١٣تربليون  ډالره ده  ،يعني داچې  له هري امريکايې نارينه څخه نيولي تر ښځې او شيدي خور ماشوم پورې ديرش زره دالره پور وړي دي .

 دامريکا دکنګري دبودجي ددفتر په څيړنوکې ويل شوي دي چې دروان کال ترپايه پورې به دعراق او افغانستان  دجګړو لګښت  ٤ر٢ تربليون  ډالره وي له بلي خوا په  ١٩٧٥ کال کې دامريکا دکورنۍ توليد په نسبت ددغه هيواد  پور اندازه په سلوکې له  ٣٥ څخه په اوسنې دوره کې په سلو کې  څه دپاسه  ٦٥ ته  رسيدلي ده دتاريخي معيارونو له پلوه هم امريکا دنړيوالې  دويمې جګړي په دوره کې دغه پور په ځان منلي او ددغه هيواد دپور اندازه ددغه هيواد دکورنۍ توليد په سلو کې ١٢٠ ته رسيدلي دي .

  داستاندارد اند لوزر موسسې ارشد اقتصاد پوه ديويد ويس په دي باب وايې ددغې ستونزي بهير به دودې په حال کې دي موږ اټکل کوو چې دامريکا د لګښتونو ددوام په صورت کې به د ٢٠٥٠ کال  تر پيله پوري  به دامريکا دملي پورونو اندازه ددغه هيواد دکورنۍ  منځني ناخالص توليد په سلو کې  ٣٥٠  ته ورسيږي .

   دامريکا دمرکزي  بانک درسمې احصايي له مخې  دامريکا دپورونو  له جملي څخه هم جاپان  له امريکا څخه د ٥٨٦ ملياردو ډالرو پور په غوښتنې سره په لومړۍ ليکه کې اوچين له  ٤٠٠ ملياردو ډالرو ، انګليس له ٢٤٤ ملياردو ډالرو  سعودي عربستان او دتيلو صادرونکو هيوادونو له  ١٢٣  ملياردو ډالرو پورونو سره په راتلونکو ليکو کې دي .

 له بلي  خوا دجګړو دلګښتونو رپوټ چې په براون پوهنتون پوري اړوند دواتسون د څيړنو مرکز يي برابر کړي دي  ښيې چې دجګړو  لپاره دامريکا دلګښتونو اندازه څه دپاسه  ٧٣ تريليون ډالرو ته رسيږي  داپه داسي حال کې ده چې ځينې دغه عدد  ٤ر٤ تريليون ډالره بولي .

 په وروستيو لسو کلونوکې چې امريکا دالقاعده دمشرانو دله منځه وړلو په پلمه افغانستان ته مخه کړې ده  لګښت يي له  ٣ر٢ تريليون ډالر څخه تر  ٧ر٢ تريليون ډالر پوري رسيدلي دي .

  دغه احصائيه البته دځينو عمومي لګښتونو په پام کي نيولو سره چې بايد ورته پاملرنه وشي مخ په ودې ده ، لکه دهغو لګښتونو  چې دټپيانو او پخواني سرتيرو لپاره  داوږدي  مودي لپاره يي دورکولو  ژمنه شوې ده او له  ٢٠١٠ کال څخه تر ٢٠٢٠  کاله پوري په جنګي لګښتونه شتون  ولري  چې البته په دغو  لګښتونو  کې يو تريليون ډالره ګټه او ملياردونو ډالره نور لګښتونه چې نه شو کولاي ويي شميرو شامل نه دي

 هغي  څيړنې  چې  شلو تنو امريکايي پوهانو کړي دي ښيي چې ددغو بريدونو دوژل شويو او ټپيانو دوسيې دغه  راز مبهم دي

 له بلي  خوا په تريليونونو  ډالر چې دوروستيو لسو کلونو په بهير کې لګول شوي  هيڅ ګټه نه لرله ، سناتور باب کورکر چې د تنسي ايالت دجمهوريت غوښتونکو استازي دي باور لري چې دالقاعده  ١٩ تنه غړي له  ٤٠٠ تر  ٥٠٠ زرو ډالرو په لګولو سره دسپتمبر  دمياشتي ديوولسمې نيټې په بريدونوکې  ٢٩٩٥ تنه يي ووژل او له  ٥٠٠ څخه  تر  ١٠٠٠ ملياردو ډالرو   په اندازه دمادي زيانونوسبب شول خو له هغه وروسته امريکا له عراق ، افغانستان او القاعدي سره درې جګړي پيل کړي چې دپيل  له وخت څخه دغه جګړي  تراوسه پوري د سپتمبر  دبريدونو دهري وژنې په وړاندې څه دپاسه   ٧٣ تنه وژل شوي دي اوس بايد وليدل شي چې آيا ټول دغې پيښې  ارزښت درلود که نه .

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا