ښوونه او روزنه

سویډن کمېټې په ننګرهار کې نجونو لپاره تر اتم ټولګي د زده کړو زمینه برابره کړه

جلال آباد/ د غبرګولي ۹ مه/ باختر
د ننګرهار په بهسودو کې د سویډن کمېټې په مالي ملاتړ جوړ شوي کلیوالي ښوونځي کې اوس نجونې تر اتم ټولګي پورې زده کړې کوي.
دغه کلیوالي ښوونځی چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند دی، په ۲۰۱۳ کال کې یې د بنسټ ډبره ایښودل شوې چې اوس مهال پکې له ۵۰۰ پورته نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي.
د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې د سویډن کمېټې د ښوونې او روزنې څانګې مسوول وايي چې دغه ښوونځی وروسته تر هغې تاسیس شو، چې د سیمې اوسېدونکو ته نږدې دولتي ښوونځی نه و او لرې سیمو ته د کورنیو مشرانو خپلو نجونو ته د زده کړې کولو لپاره د تګ اجازه نه ورکوله.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ ګل مینه عزیزي چې د یاد ښوونځي سر ښوونکې ده، وایي چې نجونې او د کورنیو مشران یې خوشاله دي چې په خپله سیمه کې ورته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
د بهسودو د شیخانو کلیوالي ښوونځی سهارنۍ او ماسپښینۍ دورې لري، چې اوس تر اتم ټولګي رسېدلی. په دغه کلیوالي ښوونځي کې ۹ ښځینه وو په شمول ۱۸ ښوونکي تدریس کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته