امنیت

په روزګان کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل/ د تلې ۱۳ مه / باختر
د روزګان د چورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول .
له ۲۰۵ اتل قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن سهار د چورې ولسوالۍ په راغ قلعه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې دوه وسله طالبان وژل شوي او درې نور یې ټپيان شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته