ښوونه او روزنه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام .

کابل باختر د سلواغۍ  اتمه :
  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او همدردۍ  پيغام .
په ژور خپګان  او خواشينې سره مې  خبر ترلاسه کړ  چې دشهيد عبدالعلي مزاري  مور  دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه له هېواد څخه په بهر کې  وفات شوه .
دشهيد مزاري ارواښاده  مور ديو درديدلې او صبور انسان په توګه  دافغانستان دخلکو ددرناوى  وړاو د افغانستان دښځو لپاره ښه الګو وه .
  په  دې وسيله د خپلې ډاډ ګيرنې او همدردى مراتب  دشهيد مزاري  کورنى ،  خپلوانو ، دوستانو او هم فکرانو ته  څرګندوم  او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښادې ته  دمغفرت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته