ټولنه

په سمنګانوکې د مخابراتي شبکو د مرکزونو دروازې وتړل شوې

کابل/دتلې ٣مه / باختر
د سمنګانو ولايتي شورا او د مدني ټولنې يوشمېر فعالانو د خصوصي مخابراتي شرکتونو د شپنيو خدمتونو د بندېدو پرخلاف اعتراف کې د دغو شرکتونو نمايندګۍ وتړلې.
د سمنګانو د ولايتي شورا مرستيال محمد هاشم سروري باختر آژانس ته وويل چې له لسو ورځو راپدېخوا د سمنګانو په مرکز او ولسواليوکې د خصوصي مخابراتي شبکو شپني فعاليتونه د ماښام له شپږو بجو د سهار تر پنځو بجو پورې بنديږي او د دغو شرکتونو مسوولينو د شبکو د فعاليت د بندېدو دليل د دولت د مخالفانو ګواښ وباله.
هغه زياته کړه: په سمنګانوکې د روشن، افغان بيسيم، ام.تي.ان، سلام او د اتصالاتو مخابراتي شبکې فعاليت نه لري چې له سلام شبکې پرته نورې شبکې د شپې له خوا غير فعاليږي.
هغه زياته کړه چې د سمنګانو په مرکز او ولسواليوکې د نورو ولايتونو په نسبت  امنيت په نسبې ډول ښه دى، په تېره بيا په ايبکو ښار کې هېڅ راز انديښنه نشته، خو د دغو شبکو مسوولين د دغې موضوع په پام کې نيولو پرته عمل کوي.
سروري زياته کړه چې دا کار د مخالفانو په ګټه دى او تر هغه وخته پورې چې شبکې خپل فعاليتونه له سره پيل نه کړي؛ په ايبکو ښار کې به د دغو شرکتونو نمايندګۍ تړلې وي.
ختم- عطاالله-اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته