امنیت

هغه سړى چې ماين يې ځاى پرځاى کاوه ووژل شو

په فراه ولايت کې پرون يو تن چې ماين يې ځاى پرځاى کاوه ووژل شو او يو تن بل ټپي شو .

د فراه ولايت دملي امنيت درياست چارواکو دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دوو تنو چې غوښتل يې دفراه ښار اودفراه رود ترمنځ سړک کې يو ماين ځاى پرځاى کړي ماين وچاوديد چې يو تن يې ووژل شو او يو تن بل يي ټپي شو .

دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ټپي دفراه ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوى او دپوليسو تر څارنې لاندې دى .

ديوبل خبر له مخې دفراه ولايت دبالابلوک په ولسوالۍ کې ددغه ولايت دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مديريت دمنسوبينو له خوا درې تنه غله ونيول شول .

دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه غله چې درې غلاکړي شوي موټرسايکلونه يي دبالابلوک ولسوالۍ په جمعه بازار کې پلورل ددغه مديريت دمنسوبينو له خوا ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته