سیاست

دبهرنيوچارو وزارت سياسي معين په کابل کې دبريتانيا له سفير سره دمخه ښې کتنه وکړه .

کابل باختر د زمري  اوومه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي  نن په کابل کې دبريتانيا  دشاهي هېواد له سفير  دامنيک  جيمز رابرت  جرمي سره دمخه  ښې کتنه وکړه . 
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  په افغانستان کې  درابرت جرمي  دماموريت داجرا کولو په وخت کې دهغه رغنده او کارنده رول وستايل  او دغه راز  په بيلابيلو برخو کې له افغانستان سره دبريتانيا  دهمکاريو له امله قدرداني وکړه .
  ددغې کتنې په دوام دواړو لورو  له تروريزم سره دمبارزې  دڅرنګوالي ، په افغانستان کې دسولې دبهير لپاره  دهڅو او هاند ،  په افغانستان کې دسولې او ټيکاو د بهير  دپياوړتيا او داقتصادي  پرمختګ  په لاره کې  دګاونډيو او سيمې  دهېوادونو دزياتو همکاريو درول جلب او په افغانستان کې دکانونو  درا ايستلو په برخه کې دپانګونې دزمينې دبرابرولو او دعلاقې وړ نورو سياسي او اقتصادي موضوعګانوپه باب خبر ې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته