کابل باختردتلې د مياشتې ١٤ :
په بغلان ولايت کې يوه ځوانه نجلۍ تېره شپه په مرموز ډول ووژله شوه .
د بغلان ولايت د ښځو دچارو رئيسې خديجې يقين د باختر آژانس خبريال ته وويل: د شکريې په نامه يوه ٢٢ کلنه ځوانه نجلۍ د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار په مربوطاتو کې په مرموز ډول ووژله شوه .
دې زياته کړه: د ښځو د چارو رياست به دغه پيښه وڅيړي او تراوسه پورې يوتن د دغې پيښې په اړوند د بغلان د پوليسوله خوا نيول شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ