کابل باختردزمري دمياشتې١٥ :
د هلمند ولايت دکجکي او سنګين د ولسواليو ترمنځ د سړک د پخولو کار تر راتلونکو څو ورځو پ ورې بشړ او ګټې اخستنې ته سپارل کيږي .
دهلمند والي محمد نعيم د سړک جوړولو بهيروکوت او ويې ويل ، دغه سړک نه يوازې دکيفيت له پلوه څيړل کيږي بلکې د دغه سړک په تګلورې کې پلونه او پلګې هم څارل کيږي.
ده وويل ، بهرنى تخنيکي ټيم هم د دغه سړک څارنه کوي چې ستونزې د کار په وخت کې ښکاره او لرې شي.
د هلمند والي وايي ، د دولت وسله والو مخالفينو هلې ځلې کړې دي چې د دغه سړک د جوړولوکار له ستونزې سره مخامخ کړى .
خو دامنيتي ځواکونو په سرنښدنې سره په دې کار بريالي شول.