خبرونهنړۍ

۷۱ مه ورځ؛ غزه کې د فلسطيني شهیدانو شمېر نږدې ۱۹ زره تنو ته رسېدلی

نړۍ د لېندۍ ۲۵ مه، بهرنۍ رسنۍ

نن شنبې په غزه کې د حماس غورځنګ او صهیونستي پوځ ترمنځ د روانې جګړې ۷۱ مه ورځ ده او دغلته د صهیونستي اشغالګرو په مرګونو بریدونو کې د فلسطیني شهیدانو شمېر نږدې ۱۹ زره او د ټپیانو شمېر بیا تر ۵۱ زره تنو پورې رسېدلی.

د مرګ ژوبلې دغه رقم، چې د فلسطین د روغتیا وزارت او دغه راز نورو سازمانونو له لوري اعلانېږي، صهیونست لوری یې یې نه مني او د ملکي وګړو تلفات کم ګڼي، خو ملګري ملتونه چې سیمه کې وضعیت له نږدې څاري، د تلفاتو دغه رقم تاییدوي.

دغه تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په بېلابېلو برخو لکه خان یونس او نورو سیمو کې د صهیونستي پوځ د زورورو هوایي او ځمکنیو بریدونو خبرونه ورکول شوي او دغې تړانګه کې د روغتیایي ادارو د راپورونو له مخې تر ډېره په کې ملکي اهداف په نښه شوي دي.

ورته وخت کې مشهور امریکایي جمهوري غوښتونکی سناتور غزه کې روان کړکېچ د امریکایي پیسو او بمونو پایله بولي.

د یادونې وړ ده، چې امریکا په روانه جګړه کې د اسرایلو نږدې ملګرتیا کوي او ان ملګرو ملتونو کې یې د اسرایلو په ګټه د اوربند مسوده ویټو کړه.

پرون ناوخته بیا د اسرایلو د رژیم ویاند پر امریکا او د تلبیب پر نورو ملګرو غږ وکړ، چې د حماس په له منځه وړلو کې د دوی ملګرتیا تر پایه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته