سیاست

فضل الهادي مسلميار دهيواد دجنوب لويديځو ولايتونو دولايتي شوراګانو له اداري هيئتونوسره وکتل .

کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :

دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن  دهيواد دجنوب لويديځو ولايتونو دولايتي شوراګانوله اداري هيئتونوسره په داسې حال کې چې دمشرانو جرګې دولايتي شوراګانو مصونيت او دامتيازونو د کميسيون رييس حاجي مکرم خان ناصري اويوشمير نورسناتوران هم حاضر و وکتل.

دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .

په دې کتنه کې دهرات دولايتي شورا رييس ډاکتر عبدالظاهر فيض زاده دنورو په استازيتوب دشهيد مولوي ارسلان رحماني دترور دعاملينو دغندلو  اودده پاک روح ته ددعا دکولو په ترڅ کې وويل  چې دخلکو يوشمير  لومړيتوبونه څه موده مخکې په هغه دوه ورځني کنفرانس کې چې په هرات ښارکې جوړشوي و راټول شوي دي  چې خلک  له هيواد څخه دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته انديښمن دي  او زياته يې کړه ،دامنيتي مسووليتونودليږدونې بهيردوام لري  خو دهيواد دامنيتي ځواکونو په سمبالولو اوزياتوالي کې  په لازمه توګه اقدام نه دى شوى او هيله لرو چې په دې اړوند پاملرنه وشي  او ده دمشرانو جرګې له رييس څخه وغوښتل  چې  په عمومي غونډه کې  دستونزو دحل کولو په خاطر دولايتي شورا ګانو دغړو دګډون زمينه برابره کړي اودولايتي شورا ګانو دقانون دتعديلونو دتصويب دبهير په ګړندي کولو کې همکاري وکړي .

دسنامجلس رييس  دهغوى دغوښتنوله اوريد وروسته وويل  دمشرانو جرګه  دخلکو ګډ کور دى   اوزياتي هلې ځلې کوي چې دخلکو ستونزې تريوې اندازې پورې  حل شي .اوزياته يې کړه  دمشرانو جرګې درييسانو کميټې پريکړه کړې ده چې  په ولايتي شوراګانو کې دخلکو استازي دهيواد له ګوټ ګوټ څخه په  جلا جلاډول دهغوى دستونزو دحل کولو  اودسلامشورو په خاطر راوغواړي  چې ښايي  له دوبنيو رخصتيو وروسته دغه پروګرام عملي کړي او زياته يې کړه  چې دولايتي شوراګانو دغړو ترمنځ همغږي دبرياليتوب يوه کيلي ده  اودمشرانو جرګه چمتو ده چې يو ولايت څخه بل ولايت ته  اوله يوه زون څخه بل زون ته دولايتي شورا ګانو دغړو دسفرونو زمينه مساعده کړي  او ژمنه يې وکړه چې دولايتي شوراګانو دقانون دبډاي کولو په خاطر به له هيڅ راز هلوڅلو څخه ډډه ونه کړي .

دغه راز دمشرانو جرګې رييس  دملي شورا  په مقر کې دپکتيکاولايت يوشمير سپين ږيږو اومشرانو ستونزې  اوغوښتنې واوريدې .

په دې کتنه کې دوى دخپلو سيمه ييزو ستونزو په وړاندي کولوسره په دغه ولايت کې دهوايي ډګر دجوړولو ، دبريښنا دمزو دغځولو ، دپوهنتون  اودهغه دليليي دجوړولو ، دسړکونو دپخولو ، دکرکيلي دحالت دښه والي  او دنورو مسلو په اړوند خپلې ستونزې طرحه کړې اوپه دې  لاره کې يې دمشرانو جرګې دهمکاري غوښتنه وکړه .

دمشرانو جرګې رييس  دطرحه شويو سيمه ييزو ستونزو په اوريدوسره ژمنه وکړه چې داړوندو  کميسيونونو له لارې به دهغوى دهري غوښتنې دحل کولو لارې چارې ولټوي .

دغه راز دمشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار نن  دکابل ښاروالۍ  داساسي ساختمانونو دکنترول له رييس انجينر عبدالتواب سره  دخپل کار په دفتر کې وکتل  .

 په دې کتنه کې ده  ددغې اداري دکاري بهير په باب  معلومات ورکړل او ويې ويل  چې دهغو ودانيو  کار چې دماسترپلان پرخلاف جوړې شوي دي اويا هم دکار کيفيت يې ټيټ و دکابل ښار په اتو ناحيو کې ددغه رياست له خوا په سلو کې شپيته ځنډول شوي دي او زياته يې کړه چې دغه اداره دى دکار دښه والي  ، دساختماني موادو دکنترول  اودغاصبانو له منګولو څخه ددولتي ځمکو دايستلو په خاطر دى  پلانونه طرحه اوتطبيق کړي .

په دې کتنه کې دمشرانو جرګې لومړي نايب  دکابل ښار دودانيو اوبنسټونو دستندرد کولو  او مدرنيزه کولو په لاره کې دده  دغوره کارونو دستاينې په ترڅ کې   ددغې ادارې له اصلاحي پروګرامونوسره  دسنامجلس ملاتړ څرگند کړ اوله ده څخه يې وغوښتل چې  خپل کاري   پلان او پروګرامونه دى دمشرانو جرګې دمواصلاتو اومخابراتو اودښارواليو دچارو له کميسيون سره شريک کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته