نړۍ

دپاکستان دبلوچستان پوهنتون دحقوقو دپوهنځي رييس ترورشو.

-کويټه – ايرنا – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٠
دپاکستان دبلوچستان پوهنتون دحقوقو دپوهنځي رييس امان الله اڅکزى د دغه ايالت په مرکز کويټې ښارکې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
دکويټې ښار دپوليسو دڅرګندونو له مخې: دغه رييس پرون سهار کله چې په خپل موټر کې دکارسيمې ته روان و دوسله والو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې او ټپي شو چې روغتون ته له ليږدونې مخکې يې ساه ورکړه .
تراوسه پورې ددغه ترورستي اقدام مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته