(PS)خبرونه(PS)ورزش

هلمند؛ د ناوې ولسوالۍ لوبډلې د ټېپ بال کرکټ ګروپي سیالیو اتلولي وګټله

کابل، د وږي ۱۶مه، باختر

 د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار اړوند غازي محمدایوب خان ورزشي لوبغالي کې د هلنمد د لسو ولسوالیو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې لس ورځې وړاندې شوې وې، د ناوې ولسوالۍ د لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د پایلوبې پچه کجکي لوبډلې وګټله او په لسو اورونو کي یې د ناوې لوبډلې ته ۸۱ منډې هدف کېښود، چې ناوې لوبډلې په څلورو ویکټو سره یاد هدف پوره او سیالې لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.

 په دې سیالیو کې د هلمند ولایت نادعلي، مارجې، ناوې، ګرمسیر، باباجي ګرشک، سنګین، نوزاد، موسی کلا او کجکي منتخبو لوبډلو ګډون کړی و، چې موخه یې د ولسوالیو د لوبغاړو ترمنځ یووالی او همغږي رامنځته کول وو.

 په پای کې د سپورټ د مسوولینو له لوري ګټونکو لوبډلو او تکړه لوبغاړو ته کپونه، ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا