(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

هلمند؛ د واشېر ولسوالۍ اوسېدونکي د سړک د رغولو غوښتنه کوي

کابل، د زمري ۲۲مه، باختر

واشېر ولسوالۍ د هلمند په شمال کې پرته هغه ولسوالۍ ده چې تر مرکز لښکرګاه پورې غځېدلی سړک یې خراب دی او اوسېدونکي یې له اسلامي امارت څخه د رغولو غوښتنه کوي.

د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د تېر نظام پرمهال یې هم د دغه سړک د جوړولو په موخه یې ډېرې هلې ځلې کړي، خو چا یې غږ نه اورېده او اوس له اسلامي امارت څخه غواړي چې غږ یې واوري.

دوی وايي، چې اوسمهال له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او خپل بېړني ناروغان پر وخت تر مرکز لښکرګاه ښار پورې نه شي رسولی او ډېری ناروغان یې د لارې د خرابوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دوی په خبره، د ناروغانو او نورو ستونزو سربېره یې میوې او نور حاصلات پر وخت تر لښکرګاه ښار پورې نه رسي او د لارې د خرابوالي له امله یې حاصلات خرابېږي، چې بیا اړ دي په کمه بیه یې وپلوري.

ورته مهال د واشېر ولسوالۍ موټر چلوونکي هم د سړک له خرابوالي شکایت کوي او وايي چې د واشېر څخه تر لښکرګاه ښار پورې دوه ساعته لاره ده خو د لارې خرابوالي له امله شاوخوا ۵ ساعته مزل کوي.

ورته مهال د هلمند د ټولګټو چارو سرپرست رئیس ملا محمد ګل اخند له باختر آژانس سره په خبرو کې د شهرا عمومي سړکونو لکه هلمند ـ هرات سړک، کندهار او هلمند سړک رغول زموږ لومړیتوب دي او د دې سړکونو له رغولو وروسته به د ولسوالیو سړکونه په نوبت سره ورغول شي.

د یادونې وړ ده چې په هلمند کې په واشېر سربېره د یو شمېر نورو ولسوالیو مرکز ته غځېدلې لارې هم خامه او د تګ راتګ پر وخت يې وګړي د ستونزو څخه سر ټکوي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا