خبرونهاقتصادTOPټولنه

یو چینايي شرکت چمتو ده په افغانستان کې د وچې میوې د پروسس په برخه کې پانګونه وکړي

کابل، د مرغومي ۲۳مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د یوه چینایي شرکت له مسئولینو سره وکتل.

باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د یاد شرکت مسئولینو په افغانستان کې د وچې میوې د پروسس په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، په خپلو خبرو کې ویلي: اوس په افغانستان کې له هر اړخه د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او موږ له ټولو بهرنیو پانګه والو څخه چې په افغانستان کې پانګونه کوي؛ هرکلی کوو.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ، په هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت او د فساد د له منځه وړلو په دلیل، په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لېوالتیا زیاته شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته