کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٩نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون په کابل کې دعربستان له سفير المسفر الغاصب سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې دواړو لورو دسولې دبهير، د جدې په ښارکې دافغانستان لپاره دعالمانو دنړيوال کنفرانس دجوړولو، د اقتصادي ګډ کميسيون دغونډې دجوړولو ، د دواړو هېوادونو ترمنځ دسياسي مشورو دترسره کولو او په سياسي ، اقتصادي اوتجارتي برخو کې د همکاريو د پراختياپه باب خبرې اترې وکړې .پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ