کابل باختردمرغومي دمياشتې ١٦نيټه :
په کاناډا کې د افغانستان څو سترو تجارتي بنسټونو اعلام کړى دى چې، په نږدې راتلوونکي کې د سوداګرۍ اوپانګې اچونې د ښو لارو د لټولو په مقصد يو پراخ کنفرانس په تورنتو ښارکې جوړوي.
دخبري منابعو د خبرله مخې ؛ دغه کنفرانس دکب د مياشتې په پيل کې ديوشمېر افغان دولتي مقاماتو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په ګډون جوړېږي.
ويل کېږي په دې کنفرانس کې افغان او کاناډايي سوداګر د کانونو او ترانسپورت په ګډون په بېلابېلو برخو کې دپانګي اچونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ دتجارتي راکړې ورکړې دکچې د زياتوالي په باب خبرې اترې وکړې.
دافغان _ کاناډا د سوداګرو اتحاديه په دې باور ده چې،د دغه شان غونډو جوړول کولاى شي، دکاناډايي او د هغو افغان پانګه والو علاقمندي چې په کاناډاکې فعاليت کوي ،. زياته کړي. پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل