ټولنه

په ننګرهار کې ۱۵۰ جریبه ځمکه د غاصبانو له منګلو خلاصه شوه

کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر
امنیتي مسوولین وايي چې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په میرانو کلي کې یې ۱۵۰ جریبه ځمکه د عاصبانو له منګولو خلاصه کړه.
د ننګرهار د رسنیو له مرکز څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د غاصبانو د نیولو هڅې روانې دي.
په همدې حال کې د بهسودو ولسوالۍ مسوولین له خلکو څخه غواړي چې د دولتي ځمکو له غصبولو ډډه وکړي.
دوی زیاتوي: هر هغه څوک چې دولتي ځمکې غصبوي؛ قانوني چلند به ورسره وشي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته