
کابل، د سلواغې ١٧مه، باختر
د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولين وایي، چې د دغه ولایت AHF موسسې په مالي ملاتړ په بېلابېلو سیمو کې ١٦ روغتيايي مرکزونه پرانيستل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر سید احمد سعید وویل، چې دغه مرکزونه په باغران، بغني، نوزاد، واشېر، کجکي او یو شمېر نورو ولسوالیو کې فعال کړي، چي څلور تلفوني ټيمونه او ۱۲ روغتیایي مرکزونه دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه ۱۶ روغتیایي مرکزونو پرانیستل به په لرې سیمو کې د خلکو روغتیایي ستونزې تر ډېره حل کړي.
هغه وویل، چې یاد مرکزونه به د واش پروګرام، واکسین او خوارځواکۍ برخه کې کار کوي.
لمر