ټولنه

په نيمروز ولايت کې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد ( ص) دميلاد په درناوي دمشاعرې غونډه جوړه شوه .

کابل باختر  دليندي  يوولسمه :
د نيمروز ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد ( ص) دميلاد په درناوۍ پرون دمشاعرې غونډه جوړه کړه .
دنيمروز ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس سيد حامد سادات  دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې په دې غونډه کې د دولتي ادارو استازو ، شاعرانو ، ليکوالانو ، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون وکړ او شاعرانو دميلاد النبي  په باره  کې خپل شعرونه ولوستل ..
په دې غونډه کې دغه راز وينا والو داسلام  دستر پيغمبر  حضرت محمد ٠ ص)  دنيکو اخلاقو يادونه وکړه او دانحضرت  ( ص)  دلارښوونو پيروي يې په ټولو ټولنيزو ستونزو دبرياليتوب يواځنى لاره وبلله . 
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته