(PS)خبرونه(PS)امنیت

هلمند کې تېره اوونۍ ۱۶ تنه د غلا په تور نیول شوي دي

کابل، د غوايي ۳۰مه، باختر

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې تېره اوونۍ د دغه ولایت امنیتي ځواکونو په مرکز سربېره، سنګین، موسی کلا او نوزاد ولسوالیو کې ۱۶ تنه د غلا په تور نیولي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغو کسانو له ډلې یې ۷ تنه د مرکز لښکرګاه په اوله، اوومه حوزه کې، ۳ تنه په موسی کلا ، ۳ تنه په سنګین او درې تنه نور هم په نوزاد ولسوالۍ کې د غلا په تور نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د نیول شویو کسانو دوسیې له لومړینو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا