
کابل، د غوایي ۱۳مه، باختر
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د هلمند د لوړو زده کړو موسسې په انګړ کې له ۳ زره ۱۲۷ تنو دیني عالمانو څخه د لویې دورې د اسنادو د ارزیابۍ په موخه آزموینه واخیستل شوه.
د یادې آزموینې د پیل مراسمو کې د آزموینې ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، د دیني جامعاتو او تخصصاتو رئیس مولوي اسدالله فرید، د هلمند امنیه قومندان مولوي عبدالحکیم مبارک، د هلمند لوړو زده کړو موسسې رهبرۍ او دیني عالمانو ګډون کړی و.
په پیل کې د دیني جامعاتو او تخصصاتو رئیس مولوي اسدالله فرید خوښي وښوده، چې هلمند کي په دومره زیاته کچه دیني عالمان د لویې دورې د اسنادو د ارزیابۍ په موخه آزموینه کې ګډون کوي.
ورته مهال د آزموینې ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني له ټولو ديني عالمانو وغوښتل، چې د علم پر مټ هېواد له نړۍ سیال کړي او خپل ولس ته په علمي برخه کې خدمت وکړي.
همداراز د هلمند لوړو زده کړو موسسې رئیس پوهنیار سورګل عبدالرحمن وویل، هغه دیني عالمان چې ټاکلې نمرې پوره کړي د لویې دورې د سند معادل د لېسانس سند به د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورکړل شي.
په همدې حال کې د یادې آزموینې ګډونوال خوښ دي او وايي، چې آزموینه په ډېره شفافه توګه واخیستل شوه.
لمر