کابل، د مرغومې ۲۲مه، باختر
افغان پانګوال ميرويس عزيزي په نږدې راتلوونکي کې په هېواد کې د اوسپنې پټلۍ د پراختیا او انرژۍ په برخو کې د ۱۰ مليارده امريکايي ډالرو د پانګونې خبر ورکړی دی.
عزيزي، چې نن يې د زلزله ځپليو لپاره د نوموړي له لوري جوړ شوي ښارګوټي د پرانيستې په موخه له دوبۍ څخه هرات ته سفر کړی وو، همدارنګه ويلي چې په دې سره به زرګونه ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.
د نوموړي په خبره له دغه پانګونې څخه يې موخه د افغانستان اقتصادي پراخيتا او د کار زمينې ايجادول دي.
په ورته وخت کې د هرات والي د ياد سوداګر د دغه بې مخينې اقدام ستاينه وکړه او په نړيوالو مرستندويو بنسټونو يې غږ وکړ، چې د نمايشي مرستو پر ځای د افغان ولس د بسياينې او لاسنیوي په موخه د عمل ميدان ته را ودانګي.
هېره دې نه وي، چې ميرويس عزيزي په داسې حال کې په هېواد کې د لس مليارده ډالرو پانګونې خبر ورکړی، چې تر دې وړاندې اسلامي امارت په وار وار له ملي او نړيوالو پانګوالو څخه غوښتنه کړې وه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
80 1 دقیقه لوستل