(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

هلمند کې پر ۳۰ زره بزګرانو کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۲۸کابل، د غوايي ۲۷ مه، باختر

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې پر ۳۰ زره بزګرانو د کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO»په مالي ملاتړ د دغه ولایت د مرکز په ګډون ناوې، نادعلي، ګرمسېر، نهرسراج، نوزاد، واشېر، موسی کلا، سنګین او کجکي ولسوالیو کې پر ۳۰ زره بزګرانو د کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوې ده.

سرچینې زیاته کړه چې په دې مرسته کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه توره سره وېشل کېږي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا