ښوونه او روزنه

دپکتيا پوهنتون اداري ودانۍ پرانستل شوه .

کابل باختر  دثور يوولسمه

  دپکتيا  پوهنتون اداري  ودانۍ پرون دلوړو زده کړو دوزير له خواپرانستل شوه .

   دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې،  دغه ودانۍ د لوړو زده کړو  وزارت له بودجي څخه ددرې سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت  دنيم جريب ځمکې په ساحه کې  دپوهنتون په انګړ کې  په دوو پوړونوکې  په پاخه او اساسي ډول  جوړه شوې ده  چې  لس اداري خونې او نور ضروري ملحقات لري .

 دپکتيا پوهنتون رييس پوهاند عبدالرحيم فراهي ددغې ودانۍ دپرانستلو په مراسمو کې د هلکانو محصلانو ته دليليې، سمبال لابراتوار،کتابتون،ورزشي  ډګرونو نشتوالي او دنجونو دليليې دانګړ نشتوالي دپوهنتون يواځنۍ ستونزه وبلله او دلوړو زده کړو  له وزير څخه  يې د هغو دلري کولو غوښتنه وکړه .

  وروسته دلوړو زده کړو  وزير پوهاند ډاکترعبيد الله عبيد  دموضوع په باب  خبرې وکړې او د طرحه شويو نيمګړتياو دلري کولو لپاره يې لارښوونه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته