خبرونهامنیت

هلمند کې پر ۴ جریبه ځمکه کرل شوي بنګ او کوکنار واړول شول

کابل، د لړم ۴ مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت مسوولین وایي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه سربېره واشیر ولسوالۍ کې پر ۴ جریبه ځمه کرل شوي بنګ او کوکنار واړول شول.

د یو بل خبر له مخې؛ په زابل کې د اومانو (هغه بوټی چې د نشه يي توکو په تولید کې ترې استفاده کېږي) بوټي ترلاسه شوي دي.

د زابل د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیر مولوي فیض محمد فیضانی باختر آژانس ته وویل، چې دغه بوټې د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ، شهرصفا او شاه جوی ولسوالیو کې تر لاسه شوي دي.

د فیضاني په خبره، په دې تړاو یې درې تنه نیولي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا