اقتصاد

څه دپاسه ۱۲۰ زره جريبه دولتي ځمکه په سمنګانو کې ثبت شوه

 کابل / د وږي ۱۰ مه / باختر
د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت ۱۲۰ زرو ۶۰۷ جريبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه په سمنګانو کې ثبت کړي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه شمېر له جملې څخه ۱۱۶ زرو ٢۹۲ جريبه يې سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۴ زرو ۳۱۵ جريبه يې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي.
د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت هوډمن دى چې د دولتي ځمکو په ثبت او له هغو څخه په ګټې اخيستنې سره، په هېواد کې د تولګټو پروژو تحقق ته زمينه برابره شي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته