سیاست

په اسلام ابادکې دافغانستان، امريکا اودپاکستان شپږمه درې اړخيزه غونډه پاى ته ورسيده.

کابل باختردثور دمياشتي٩ نيټه :

دافغانستان ، امريکا اودپاکستان جګپوړو ديپلوماتانو تيرماښام خپله شپږمه غونډه دافغانستان ددولت له وسله والو مخالفينوسره دخبرو دبهيرپه ګړندې کولو باندې په ټينګارسره پاى ته ورسوله.

دباختراژانس دخبرله مخې  دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين جاويدلودين دافغانستان اوپاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو ځانګړي استازي مارک ګروسمن  اودپاکستان دبهرنيو چارو وزارت معين جليل عباس جيلاني خپله شپږمه درې اړخيزه غونډه تيرماښام په اسلام اباد کې پاى ته ورسوله . دوي په خپلي دوه ورځنې غونډه کې ددرې واړو هيوادونو ترمنځ دهمکاريو دپراختيا ترمنځ دچارو دهمغږي په  افغانستان کې دشخړو دحل کولو لپاره دمناسب سياسي حل دلاري دموندلو اودافغانستان ددولت له وسله والو مخالفينوسره دخبرو بهير دګړندې کولو په باب خبري وکړې.

ددرې واړو هيوادونو ديپلوماتانو تيرماښام دخپلو خبرو له پاى ته رسولو وروسته په خبري کنفرانس کې څرگندشول اودخپلو خبرو دنتيجو په باب يي خبريالانو ته معلومات ورکړل .

ويل شوى دى چې ددرې واړو هيوادونو چارواکو دملګروملتودسازمان له تور لست څخه دطالبانو دډلې دغړو دنومونو په حذفولو تينګار کړي دي او ويلي يي دي چې دملګرو ملتو له سازمان سره په ګډه يوه کميټه جوړوي  چې دطالبانو دډلې دجګپوړو دغړو دنومونو دحذفولو په اړوند تفاهم ته ورسيږي.

په اوس وخت کې دطالبانو دډلې  د يوسلو څلويښتو غړو نومونه دملګروملتو دسازمان په تورلست کې شامل دي .

دغه راز ددرې واړو هيوادونو استازو موافقه وکړه چې په افغانستان کې دسولې دبهير دګړندې کولو په مقصد زياتي هلې ځلې  وکړي اوپه سيمه کې دامنيت دښه والۍ لپاره زيات کار وکړي .

دامريکا دمتحده ايالاتو ځانګړي استازي مارک  ګروسمن په دې خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د شخړو په حل کولو کې دپاکستان رول ستراومهم وباله او ددغه هيواد دلازياتي همکاري غوښتنه يي  وکړه .

دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين جاويدلودين   وويل په افغانستان کې دسولې او دوستي بهير داصلي ډلو همکاري ته اړتيالري اوسولې ته درسيدو لپاره بايد له هر راز تاوتريخوالي څخه ډډه وشي.

ده يوځل بيا  دافغانستان ددولت دغه بلنه تکرار کړه چې افغانستان سوله ييزو هدفونو ته درسيدولپاره له مخالفو ډلو  سره دخبرو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته