
کابل، مرغومې ۱۴مه، باختر
د هلمند د سپورټ او ورزش مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې په لومړي ځل د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رسمي سیالۍ پیل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغو سیالیو د پیل مراسمو کې د هلمند فوټسال کمېټې مسوول صدیق الله صدیقي، د فوټبال فدراسیون رئیس رنګین خان دفتاڼي، ښاروالۍ مرستیال مولوي حاجي نیک محمد او نورو ګڼو مشرانو او لوبغاړو ګډون کړی وو.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي.
لمر