سیاست

دسترې محکمې عالي شورا دروان کال په لومړيو شپږو مياشتو پورې داړوندو ديوانونو اجراات وڅيړل

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٩ :
دسترې محکمې عالي شورا نن دقاضي القضات پوهان عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه اوپه اجندا کې يې نيول شوي موضوعګانې يې وڅيړلې.
دسترې محکمې دخپرونو رياست  باخترآ ژانس ته خبرورکړ.
شورا لومړى   دروان کال  په لومړيو شپږو مياشتو کې دسترې محکمې دديوانونو  داجرااتو رپوټ وڅيړه  او څرګنده يې کړه چې ددغې مودې په بهيرکې   ټولټال  اته زره پنځه سوه جزايي اومدني  دوسيې   په وروستي پړاو کې  دښکتنيو محکموله خوا دصادرشويو پريکړو  دقانونيت دڅرنګوالي په لحاظ څيړلي دي   او دهغو په باب لازم قضايي تصميمونه نيول شوي دي  چې  دغه اجراات  دسترې محکمې په ديوانونو کې   دقضيو دڅيړنې په بهيرکې  دتيرکال په پرتله په سلو کې پنځه ويشت زياتوالى ښيي.
وروسته له اجنداسره سم  ددغو رسيدلو استهداګانو په باب څيړنې وشوې  .
_   په تعزيري جزا  دقصاص دحکم  دتعديل   او په دې بهيرکې  دشرعي ابرا  دشتون   اود صغيرو وارثانو دشتون په حال کې  په بند داعدام دحکم دتعديل  دڅرنګوالي په باب  دجمهوري رياست  دقانون اودقضايي چارو د څارنې ادارې استهدايه  .
_  دبند دبديل  په برخه  کې د جزائي اجرااتو په قانون کې دليکل شويو مادو دبيانولو  اوتوجيه  په باب  دتخار ولايت داستيناف محکمې استهدايه .
_  ددولتي املاکو دپيرودنې او پلورنې په برخه کې   دوالي دصلاحيت  دڅرنګوالي په باب دملي دفاع وزارت  دکشف درياست استهدايه .
او دقضايي پلټنې درياست  دملکي او نظامي  پلټوونکو  دسفريې د حقوقو په اړوند ددغه رياست وړانديز چې   ددغو استهداګانو په وړاندې دنافذو قوانينو دحکمونو په رڼا کې لازمې لارښوونې وشوې.
سربيره پردې دعالي شورا په نننۍ غونډه کې دبيا کتنې   دشپږو مواردو غوښتن ليکونو  اوپه مدني  او جزائي قضيو کې  دمحکمې دبدلون داته ويشتو مواردو غوښتن ليکونو په باب  چې دلوى څارنوالۍ او ددعوا دخاوندانو له خوا طرحه شوي وو ، هم څيړنې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته