
کابل، د وږي ۸مه، باختر
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د مرکزي زندان اړوند په نشه يي توکو د روږدو کسانو له روغتون څخه پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کي ۲۰۰ روږدي کسان تر ۴میاشتو درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د یاد روغتون مسوول لعل محمد باختر آژانس ته وویل چې یاد کسان له بشپړې درملنې او د هغوی په اړه له پوره ډاډ ترلاسه کولو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
په ورته وخت کې یو شمېر کسانو، چې تازه تر درملنې وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای شول له نشه يي توکو څخه د خلاصون له کبله خوښي څرګنده کړه او له سیمه ییزو چارواکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې ورسره د کار زمینې د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.