خبرونهټولنهښوونه او روزنه

هلمند کې یو سوداګر سلګونه بې سرپرسته ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده

کابل، د سلواغې ٤مه، باختر

په هلمند کې یو سوداګر ٧٠٠ بې سرپرستو او بې وزله ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

دغه سوداګر محمد عیسی عمري نومېږي، چې د عصري زده کړو خصوصي ښوونځی یې جوړ کړی، چې په کې ۷۰۰ بې وزله، یتیم او بې سرپرسته ماشومان زده کړې کوي.

نوموړي له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې په دې کار سره د خوښۍ احساس کوي او ویاړي، چې د بې وزله او بې سرپرسته ماشومانو خوبونه یې په حقیقت بدل کړي دي.

دغه ښوونځی د لښکرګاه ښار په غازي محمد ایوب خان مېنه کې موقیعت لري، چې د مجهز ترانسپورټ، ټولګیو، لابراتوار، کمپیوټر لب، لیلیې، جومات او ډوډۍ خوړولو مجهز اطاقونه لري، چې دا ټول خدمتونه په وړیا ډول وړاندې کېږي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا