امنیت

د نشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل باختر دوري  دمياشتې ٢٣ :
شپيته کيلوګرامه نشه يي توکي له دوو تنو قاچاق وړونکوسره يې نن په تخار ولايت کې ترلاسه شول.
د تخار ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال محمدآغا د باخترآژانس  خبريال ته وويل: د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې دمديريت منسوبينو دوه تنه چې غوښتل يې ٦٠ کيلوګرامه اپين ددغه ولايت د مرکز اوچ قدوق له ساحې څخه د يوه سراچه موټر په واسطه د ينګي قلعه ولسوالۍ ته وليږدوي؛ له نشه يي توکو سره دمبارزي دپوليسو له خوا ونيول شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د پيښې په اړوند د پوليسوله خواڅيړنې پيل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې د استوګنې په يوه کور کې نهه کيلوګرامه اپين د دغې ولسوالۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د کارکوونکوله خوا کشف شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته