
کابل، د وږي ۲۰مه، باختر
کورنیو چارو وزارت تېره میاشت په هملند کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ۱۴۵ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره میاشت د هلمند د امنیې قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۴۵ تنه د غلا، وژنو، قاچاق، اخلاقي بې لاریو او نورو جرمونو په تړاو نیولي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه وزارت نن هم په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ګڼ شمېر کسانو د نیولو خبر ورکړی و.