(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

هلمند کې ۱۹ کیلو متره سړک بیا ورغول شو

 کابل، د وري ۱۳مه، باختر

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار او چاه انجیر ترمنځ غځېدلي نوولس کیلومتره سړک د بیا رغونې چارې بشپړې شوې.

د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست د کار او ساختماني چارو مسوول نصیر احمد نصرت باختر آژانس ته وویل، چې دغه سړک د بولان څخه تر چاه انجیر لوی مانده پورې غځېدلی، چې د بیارغونې چارې یې د ۱ میلیونو افغانیو په لګښت بشپړې شوې.

ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یاد سړک پر بیا رغولو خوښ دي او وايي چې له دې وړاندې د دغه سړک د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا