سیاست

د حامد کرزي په مشرۍ د جهادي رهبرانو او سیاسي شخصیتونو غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د مرغومي شپږمه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د هېواد د جهادي رهبرانو او سیاسي شخصیتونو غونډې، د امریکا متحده ایالاتو ته د جمهور رئیس حامد کرزي د راتلونکي سفر او د سولې په اړه په قطر کې د طالبانو د دفتر په هکله خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په پیل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس او د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د راتلونکي کتنې د اجنډا ټکي د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شول او غونډې له هر اړخیز بحث وروسته مشوره ورکړه چې د افغانستان حکومت دې د ملي حاکمیت او ملي ګټو په چوکاټ کې د امریکا له متحده ایالاتو سره دا مذاکرات ترسره کړي.
د سولې د بهیر او په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر په اړه، غونډې پرېکړه وکړه چې دغه بهیر دې د افغان دولت او د سولې د عالي شورا تر مشرۍ لاندې پر مخ یوړل شي.
په دې غونډه کې حضرت صبغت الله مجددي، پیر سیداحمد ګیلاني، د جمهوري ریاست مرستیالانو مارشال محمدقسیم فهیم او محمد کریم خلیلي، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئیسانو عبدالرؤف ابراهیمي او فضل هادي مسلمیار، پوهاند ګل الرحمن قاضی، قیام الدین کشاف، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني، پوهاند نعمت الله شهرانی، محمد اسماعیل خان، سید منصور نادری او سترجنرال عبدالرحیم وردګ ګډون کړی و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته