خبرونهورزش

همت لوبډلې په لوګر کې د کرکټ پیل شویو سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه

کابل، د تلې ۱۳ مه، باختر

په لوګر کې د کرکټ انټرکلب سيالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د اتلسو رسمي او ثبت شویو کلبونو ترمنځ پیل شوې وې، پرون د همت کرکټ لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.

د لوګر د کرکټ بورډ مسوولین وايي، چې پایلوبه کې همت او یاسر لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. په خبره یې،  یاسر لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼې کې سیالې لوبډلې ته ۲۳۰ هدف کېښود، چې همت لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف پوره کړ او د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړ.

عبید د ۳۹۳ منډو په ترسره کولو د ډېرو منډو کوونکي، فضل د ۱۳ لوبغاړو په سوځولو د غوره توپ اچوونکي او حسیب د سیالیو د کم عمره لوبغاړي په توګه وپېژندل شول.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا